امریکايي الوتکې له افغانستانه نشه ایز توکي قاچاقوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92455-امریکايي_الوتکې_له_افغانستانه_نشه_ایز_توکي_قاچاقوي
د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې مشر وویل: په افغانستان کښې د ناټو او امریکې الوتکې نشه ایزو توکي ځاې پرځاې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2020 00:45 Asia/Kabul
  • امریکايي الوتکې له افغانستانه نشه ایز توکي قاچاقوي

د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې مشر وویل: په افغانستان کښې د ناټو او امریکې الوتکې نشه ایزو توکي ځاې پرځاې کوي.

د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې مشر وویل: په افغانستان کښې د ناټو او امریکې الوتکې نشه ایزو توکي ځاې پرځاې کوي.

اسکندر مومني پرون د ټول ایران له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د کمیټې د مرستیالانو او مدیرانو سره په تخصصي ویډیو کانفرنس کښې وویل: په ۲۰۰۰ میلادي کال کښې په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو ټول تولیدات کابو ۲۰۰ ټنه وو خو په کال ۲۰۱۷ کښې دغه تولیدات څه باندې ۱۰ زرو ټنو یعنې ۵۰ برابره ته ورسیدل او اوس مونږ کره معلومات لرو چې امریکایي الوتکې له افغانستانه د نشه ایزو توکو د قاچاق په لړ کښې فعالیت کوي.

له ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې مشر وویل: داسې موثق خبرونه هم شته چې د ناټو الوتکې هم په دغه قاچاق او لیږد کښې مرسته کوي.

له دې مخکښې د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف هم ویلي وو چې امریکا او ناتو له افغانستانه نورو هیوادونو ته د هیروئینو په قاچاق او د نشه ایزو موادو په تجارت کښې رول لري او امریکا او ناټو په افغانستان کښې له خپلو ځواکونو د نشه ایزو توکو په کرنې، تولید او د نړۍ نورو هیوادونو ته د هیروئینو په قاچاق کښې کار اخلي.