د کابل –جلال آباد لاره د سختو سېلابونو له امله تړل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92503-د_کابل_جلال_آباد_لاره_د_سختو_سېلابونو_له_امله_تړل_شوې
افغان چارواکي وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره لاره د هر راز تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2020 07:13 Asia/Kabul
  • د کابل –جلال آباد لاره د سختو سېلابونو له امله تړل شوې

افغان چارواکي وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره لاره د هر راز تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي

د  افغانستان د لغمان د والي ویاند اسدا... دولتزی وايي، د کابل –جلال آباد لویه لاره د سېلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ د کابل د خاکلي تونل مربوطاتو کې بنده شوې ده.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې د ټولګټو ریاست پلاوی د تخنیکي وسایلو سره سیمې ته رسېدلی څو د لارې په خلاصون کې همکاري وکړي.

ددې تر څنګ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو پرسونل هم د کمک لپاره سیمې ته استول شوی دی.

افغان چارواکي وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره لاره د هر راز تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي.

دغې طبیعي پېښې خلک وارخطا کړي او له مسؤلو ادارو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.