افغانستان کښې د سیلاب له امله د مړو شمیر لازیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92544-افغانستان_کښې_د_سیلاب_له_امله_د_مړو_شمیر_لازیات_شو
د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کښې راوتلو سیلابونو ۱۶۵ کسان وژلي او له دوه نیمو سوو زیات یې ژوبل کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 11:35 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د سیلاب له امله د مړو شمیر لازیات شو

د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کښې راوتلو سیلابونو ۱۶۵ کسان وژلي او له دوه نیمو سوو زیات یې ژوبل کړې دي.

د پروان د والي ویاندې میرمن وحیده شاهکار نن په کابل کښې د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې په دغه ولایت کښې د سیلاب ځپلو سیمو د وروستي حالت په هکله وویل چې تراوسه د سیلاب له امله د وران شویو کورونو له کنډولو څخه ۱۱۶ مړي رایستل شوي او هم داشان ۱۲۶ ناروغان روغتونونو ته منتقل کړې شوي دي.

هغې زیاته کړه چې د مړو شمیر هره شیبه لازیاتیږي او د ژغورنې ټیمونه هڅه کوي چې پاتې بې درکه کسان چې احتمالاً تر کنډولو لاندې ګیر دي، راوباسي.

میرمن شاهکار زیاته کړه چې د سیلاب له امله د خلکو تقریباً زر کورونه وران شوې دي او له بې کوره شویو خلکو سره په دغه ولایت کښې د کورنیو او بهرنیو موسسو مرستې روانې دي.

د افغانستان د طبیعي پیښو د چارو وزارت هم په کابل، پکتیا، ننګرهار، پنجشیر، میدان وردک او کاپیسا ولایتونو کښې د ۴۹ تنه نورو د مړینې خبر ورکړې او په یوه خبرپاڼه کښې یې زیاته کړې چې په دغو ولایتونو کښې سلګونه کسان ژوبل شوي، سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه هیکټاره کرهڼیزې مځکې له مینځه تلې دي.