د مصالحې د ملي شورا د غړو ټاکل زما کار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92602-د_مصالحې_د_ملي_شورا_د_غړو_ټاکل_زما_کار_دی
عبد الله عبد الله د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د غړو په ټاکلو کښې پر خپل رول ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2020 03:09 Asia/Kabul
  • د مصالحې د ملي شورا د غړو ټاکل زما کار دی

عبد الله عبد الله د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د غړو په ټاکلو کښې پر خپل رول ټینګار وکړ.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد الله عبد الله پرون وویل چې د ده او ولسمشر محمد اشرف غني ترمینځ د شوې موافقې له مخې د ملي مصالحې د عالي شورا د غړو ټاکل د اشرف غني کار نه دی بلکې دی په خپله باید دغه دنده ترسره کړي.

هغه زیاته کړه چې د مصالحې د عالي شورا جوړښت باید ملي، جامع او ټول شموله وي او په دې لړ کښې له مختلفو سیاسي او مدني بهیرونو او مشرانو سره صلاح مشورې له مخکښې نه پیل شوي او د فاینل کیدو په حال کښې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې پرون د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د مصالحې د عالي شورا د غړو د نوملړ له خپریدو وروسته د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په شمول ځینو سیاسي شخصیتونو په دغه شورا کښې شتون رد کړ.