دوحې ته د افغان حکومت دمزاکراتی ټیم سفر وځنډیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92665-دوحې_ته_د_افغان_حکومت_دمزاکراتی_ټیم_سفر_وځنډیده
يو شمېر سرچينو ويلي چې د نامعلومو دلايلو له کبله دغه سفر ځنډېدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2020 01:24 Asia/Kabul
  • دوحې ته د افغان حکومت  دمزاکراتی ټیم  سفر وځنډیده

يو شمېر سرچينو ويلي چې د نامعلومو دلايلو له کبله دغه سفر ځنډېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د بنديانو د خلاصون بهير پای ته رسېدلی او بايد سمدستي مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شي.

د افغانستان د  ملي امنيت شورا دفتر پر خپل ټوېټر ليکلي، د افغان حکومت اړوند کومانډويان او د طالبانو پاتې بنديان خوشي شول او يوازې هغه زندانیان پاتې دي چې نړيوال يې په تړاو اندېښنې لري.

د امنيت شورا دفتر ويلي، د دغو بنديانو د خلاصون لپاره هم ديپلوماتيکې هلې ځلې روانې دي.

له بل لوري  ته ټاکل شوې وه، د افغانستان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي خو يو شمېر سرچينو ويلي چې د نامعلومو دلايلو له کبله دغه سفر ځنډېدلی دی.

د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د سولې خبرو پر وړاندې اصلي او مهم خنډ بلل کېده خو اوس چې دغه پروسه پای ته ورسېده د سولې مخامخ بين‌الافغاني خبرو پيلېدو ته هيلې ډېرې شوې دي.