طالبانو په کاپیسا کښې درې افغانان ووژل
Sep 06, 2020 03:15 Asia/Kabul
د طالب ډلې وسله والو په کاپیسا ولایت کښې دوه د ولسي پاڅون ځواکونه او یو ملکي افغان وګړې وژلي دي.
د طالب ډلې وسله والو په کاپیسا ولایت کښې دوه د ولسي پاڅون ځواکونه او یو ملکي افغان وګړې وژلي دي.
د آوا خبري آژانس په لیکنه د افغانستان په ختیځ کښې د کاپیسا ولایت د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش پرون وویل چې د طالب ډلې غړو د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کښې په حکومت پورې د پیئلي ولسي پاڅون د کسانو په اډې حمله وکړه.
په دغه حمله کښې طالبان د ولسي پاڅون له ځواکونو سره ښکیل شول چې له امله یې دوه تنه د ولسي پاڅون کسان او یو ملکي وګړې او هم داشان دوه تنه طالبان ووژل شول.
په عین حال کښې په پکتیا ولایت کښې د مصالحې د عالي شورا په یو غړي باندې د بم چاودنه وشوه خو له نیکه مرغه ژوندې پاتې شو.
ټیګونه