په کابل کې د چاودنې د قربانیانو شمیر لسو تنوته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92803-په_کابل_کې_د_چاودنې_د_قربانیانو_شمیر_لسو_تنوته_رسیدلی
له درملنې وروسته د افغانستان د ولسمشر مرستیال امر ا.. . صالح پخپلو لنډو خبرو کې وئيلي دي ،د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ مبارزه دوام لري او زه د افغانستان د خلکو په خدمت کې یم، د افغانستان دښمنان هیڅکله پخپلو کرغیړنو اقداماتو سره له ولسی خدمت څخه دمونږ لاه رنشي غړولی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 09, 2020 07:10 Asia/Kabul
  • په کابل کې د چاودنې د قربانیانو شمیر لسو تنوته رسیدلی

له درملنې وروسته د افغانستان د ولسمشر مرستیال امر ا.. . صالح پخپلو لنډو خبرو کې وئيلي دي ،د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ مبارزه دوام لري او زه د افغانستان د خلکو په خدمت کې یم، د افغانستان دښمنان هیڅکله پخپلو کرغیړنو اقداماتو سره له ولسی خدمت څخه دمونږ لاه رنشي غړولی .

وروستۍ خبر ؛  

ایرنا خبری آژانس ر اپور ورکړی  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  وئيلي دي ،په نن سهارنۍ بم چاودنې کې چې د  افغانستان د ولسمشر د مرستیال امر ا.. صالح  او له  هغه سره د ملګري پلاوي  د ګاډو په کاروان  شوي د  قربانیانو شمیر لسو تنو ته او د ساتونکو پشمول دټپیانو شمیر ئې هم پنځلس تنه ښودل شوی دی .

 له دې مخکې د د وژل شوو کسانو شمیر دوه تنه او ټپیان هم دولس تنه اعلان شوي  وو، داپه داسې حال کې دي چې د  دولسمشر مرستیال امر ا.. صالح  هم لاس اومخ ته لږ شان ټپي شوی  چې وضعیّت ئې  ښه ښودل کیږي . 

د طالبانو ویندوي ذبیح ا.. مجاهد دیوې خبرتیا په  خپرولو سره په دغې پيښې کې د طالبانو هر ډول لاسوهنه رد کړې ده .

 د افغانستان د  ملی مصالحې لوړې شورا مشر عبدا.. عبدا...  ددغې حملې په محکوم کولو سره  وئیلي دي ، په داسې مرحلې کې د فیزیکي حذفیدا  کړچار چې  د  تل پاتې سولې  د ترلاسه کولو لپاره  هڅه روانه ده هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی.

 د خبر تر مخابیره کیدا پورې  ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

داهم ولولئ؛    

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر مرستیال امر ا... صالح  او ورسره پلاوی نن سهار په کابل کې د خپل دفتر په لور روان ؤ  چې   د جنایتکارو ترهه ګرو له حملې سره مخ شو په دغې حملې کې دوه کسان وژل شوي البته امر ا... صالح او ورسره څو نور کسان  هم ټپیان شوي چې  وئيل کیږي ،وضعیّت  ئې ښه دی .

د افغانستان د  کورنیو چارو و وزرارت ویندوی  طارق آریّن   وئيلی دي ،نن سهار  د مرستیال ولسمشر امر ا.. صالح   او ورسره د پلاوي د ګاډو کاروان  له ترهه ګرې حملې سره مخ شوی  چې  البته  د وروستیو اطلاعاتو په اساس د  امر ا... صالح وضعیّت  له خطرې  بهر دی .  همداراز په دغې حملې کې ورسره دوه  کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي طالبانو ډلې په دغې حملې کې  هر ډول لاس درلودل رد کړي دي .

له پیښې وروسته ټپیان دملی امنیت  روغتون ته وړل شوي دي او درملنه ئې روانه ده . البته ځينو خپلواکه سرچینو  د وژل شوو کسانو شمیر شپږتنه ښودلی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې  له  درملنې وروسته د افغانستان د ولسمشر مرستیال  امر ا.. صالح  پخپلو لنډو خبرو کې وئيلي دي ،د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ مبارزه دوام لري او زه د افغانستان د خلکو په خدمت کې یم، د افغانستان دښمنان هیڅکله  پخپلو کرغیړنو اقداماتو سره  له ولسی خدمت څخه دمونږ لاه رنشي غړولی .

Image Caption
Image Caption
Image Caption