د کابل حکومت اوطالبان په ډيرو موردونو سره پخلا شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92962-د_کابل_حکومت_اوطالبان_په_ډيرو_موردونو_سره_پخلا_شوي_دي
ډيری شناندي او کارپوهان وائي تر څو چې افغانان پخپلو کې سره پخلا نشي ، په افغانستان کې به هیڅکله د نورو په دیکته کولو سره امن اوثبات ټينګ نشي دا افغانان دي چې دخپلې خاورې ساتنه او د خپلو خلکو امنیت او سوکالي پخپله تضمینولی شي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 16, 2020 00:21 Asia/Kabul
  •   د کابل حکومت اوطالبان په ډيرو موردونو سره پخلا شوي دي

ډيری شناندي او کارپوهان وائي تر څو چې افغانان پخپلو کې سره پخلا نشي ، په افغانستان کې به هیڅکله د نورو په دیکته کولو سره امن اوثبات ټينګ نشي دا افغانان دي چې دخپلې خاورې ساتنه او د خپلو خلکو امنیت او سوکالي پخپله تضمینولی شي

زمونږخبریال راپور راکړ  د طالبانو ډلې  د قطر ددفتر ویندوي محمد نعیم وردک  او دحکومتي مرکچي ټیم  غړي نادر نادري پرون ناوخته په یوې ګډې  خبر پاڼې کې وئيلي دي ،پرون  ماښام د دواړو لورو ترمینځ  عمومي غونډه شوي  چې په زیاترو موردونو دواړه لوري   د خبرواترو د ایجنډا په اړه په ډيرو موردونو سره  موافق شوي دي .

 په خبرپاڼې کې وئيل شوي دي  د  راتلونکو ناستو د ایجنډا له کمې برخې پرته نوره چارې بشپړ شوي دي

په دغې خبر پاڼې کې وئيل شوي ، په ناسته کې ددواړو لورو  لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره  ټاکل شوي دي ، البته د  د کسانو نومونه نه دي ښودل  شوي، خو ځينو سرچینو وئيلي دي چې  د دواړو لوروویندویان یعني  محمد نعیم ودرک او نادر نادري دي .

Image Caption
Image Caption