عبدالله :له طالبانو سره د سولې خبرې ګرانې دي
همداراز په کابل کی د اسلامی ایران سفیر ښاغلی بهادر امینیان هم پرون له عبد ا... عبد ا... سره په کتنه کې وویل اسلامی ایران د افغانانو ترمینځ د سولې له خبرو هرکلې کوی .
زمونږ خبریال د افغان غږ خبری اژانس له قوله راپور راکوی د افغانستان د ملی مصالحې د شورا مشر ډاکټر عبد ا... عبدا... نن ټینګار وکړ د قطر خبرې اترې به اسانې نه وی او افغان دولت به له داسې ډیرو موضوګانو سره مخامخ شی چی فیصله کول به یې اسانه کار نه وی .
ده په داوم کې ډاډ ورکړ چی په دغو خبرو اترو کې به د ښاریزو ، میرمنو او بشری حقوق خیال وساتل او د هغو عدالت او ازادیانې تامین شی .
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم له عبد ا... عبد ا... سره په کتنه کې له بین الافغانی خبرو اترو د ملاتړ په اعلانولو سره وویل لوری باید له رامینځته شوی فرصته استفاده وکړی تر څو په دغه هیواد کی جنګ ختم شی .
همداراز په کابل کی د اسلامی ایران سفیر ښاغلی بهادر امینیان هم پرون له عبد ا... عبد ا... سره په کتنه کې وویل اسلامی ایران د افغانانو ترمینځ د سولې له خبرو هرکلې کوی . د طالبانو د خبرواترو کونکی پلاوی مشر مولوی عبدالحکیم هم وویل ټاکل شوی ده نن د دوهمې ورځې لپاره د خبرو اترو کونکی پلاوی له یوه بل سره نیغ په نیغه خبرې اترې وکړی .