د ایران په ضد بیرته بندیزونه هیڅ قانونی حیثّیت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93049-د_ایران_په_ضد_بیرته_بندیزونه_هیڅ_قانونی_حیثّیت_نه_لري
داپه داسې حال کې دي چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو مدعی شوی ، د اسلامی ایران په ضد د وسلو د محدودیَتونو پشمول دملګروملتو درست بندیزونه بیا احیاء شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2020 07:25 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد بیرته بندیزونه هیڅ قانونی حیثّیت نه لري

داپه داسې حال کې دي چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو مدعی شوی ، د اسلامی ایران په ضد د وسلو د محدودیَتونو پشمول دملګروملتو درست بندیزونه بیا احیاء شوي دي .

رویئټرز خبری اژانس راپورورکړ ، دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوترش بیګا ددغې موسیسې امنیت شورا ته په یوه لیک کې وئيلی دي،د ایران په ضدد بندیزونو دبیرته  لګیدا په باب د  امریکا د ادعا  د سموالي  په باب د  نه جدیتوب  په دلیل ، په دې باب هیڅ اقدام نشي کولی .

د ملګروملتوسرمنشي په ډاګه کړې ده په دې اړه دا منیت شورا پریکنده دریځ  د دوي لپاره حجت دی  او د ایران په ضد د بندیزونو دبیرته لګولو لپاره ملګري ملتونه هیڅ اقدام نه کوي او په دې اړه د غیر قانونی اقداماتو ملګرتیا هم نه کوي .

Image Caption

 

 داپه داسې حال کې دي چې  دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو مدعی شوی ، د اسلامی ایران په ضد د وسلو د محدودیَتونو پشمول   دملګروملتو درست بندیزونه  بیا احیاء شوي دي .

په ملګروملتو کې د فرانسې نمایندګۍ  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، پر ایران  نړیوال بندیزونه هماغه  شان لغوه پاتیکیږي اوفرانسه ،جرمني اوانګلستان  له ایران سره  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  بشپړ اجرا ته  ژمن پاتیکیږي .

 په ملګرو ملتو کې د روسیې نمایندګۍ هم  دامریکا په دغه سرزوري اقدام په سختو نیوکو سره وئيلي دي ،  امریکا  په دغه شکل سره د خپل ځان سپکاوی کوي او په ځِل سره  دملګروملتو  د امنیت شورا له نورو غړو سره  مخالفت کوي .

 د ایران داسلامی جمهوریت په باب دا مریکا دلوړپوړو چارواکو ادعاګانې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې بندیزونو ،د ایران په لاره کې هیڅ خنډونه نه دي رامینځةکړي  او واشنګټن په دې باب  خپلو اصلي موخو ته  نه دی رسیدلی . دامریکا ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې  وه چې له نړیوالې ایټمي موافقې په وتلو سره  او دزیاتره دباؤ  دسیاست په کارولو سره  به  ایران د لاښې موافقې  دترلاسه کولو لپاره  د خبرواترو میز ته کیښنولو ته اړباسي .