د ایران په ضد بیرته بندیزونه هیڅ قانونی حیثّیت نه لري
داپه داسې حال کې دي چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو مدعی شوی ، د اسلامی ایران په ضد د وسلو د محدودیَتونو پشمول دملګروملتو درست بندیزونه بیا احیاء شوي دي .
رویئټرز خبری اژانس راپورورکړ ، دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوترش بیګا ددغې موسیسې امنیت شورا ته په یوه لیک کې وئيلی دي،د ایران په ضدد بندیزونو دبیرته لګیدا په باب د امریکا د ادعا د سموالي په باب د نه جدیتوب په دلیل ، په دې باب هیڅ اقدام نشي کولی .
د ملګروملتوسرمنشي په ډاګه کړې ده په دې اړه دا منیت شورا پریکنده دریځ د دوي لپاره حجت دی او د ایران په ضد د بندیزونو دبیرته لګولو لپاره ملګري ملتونه هیڅ اقدام نه کوي او په دې اړه د غیر قانونی اقداماتو ملګرتیا هم نه کوي .
داپه داسې حال کې دي چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو مدعی شوی ، د اسلامی ایران په ضد د وسلو د محدودیَتونو پشمول دملګروملتو درست بندیزونه بیا احیاء شوي دي .
په ملګروملتو کې د فرانسې نمایندګۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، پر ایران نړیوال بندیزونه هماغه شان لغوه پاتیکیږي اوفرانسه ،جرمني اوانګلستان له ایران سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې بشپړ اجرا ته ژمن پاتیکیږي .
په ملګرو ملتو کې د روسیې نمایندګۍ هم دامریکا په دغه سرزوري اقدام په سختو نیوکو سره وئيلي دي ، امریکا په دغه شکل سره د خپل ځان سپکاوی کوي او په ځِل سره دملګروملتو د امنیت شورا له نورو غړو سره مخالفت کوي .
د ایران داسلامی جمهوریت په باب دا مریکا دلوړپوړو چارواکو ادعاګانې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې بندیزونو ،د ایران په لاره کې هیڅ خنډونه نه دي رامینځةکړي او واشنګټن په دې باب خپلو اصلي موخو ته نه دی رسیدلی . دامریکا ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې وه چې له نړیوالې ایټمي موافقې په وتلو سره او دزیاتره دباؤ دسیاست په کارولو سره به ایران د لاښې موافقې دترلاسه کولو لپاره د خبرواترو میز ته کیښنولو ته اړباسي .