د افغانستان دمشرانو حرګې پرریس دبرید پلان شنډ شو
نیول شوي تن پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو پوښتنو ګرویګنو لپاره په ملي امنیت اداره کی تر توقیف لاندې دی.
د لغمان دوالي ویاند اسدالله دولت زی وایی د دې ولایت د ملي امنیت ادارې کار کوونکو د استخباراتي کره راپورونو پر بنسټ په حلال اباد ښار کې د طالبانو له لوری د ځانمرګو بریدګرو د چمتو کولو مسئول قاري بلال له لورې د افغانستان د مشرانو جرګې په رییس فضل الهادی مسلمیار باندی ځانمرګي برید ته چمتو شوی عرفان الله مشهور پر سرخرودي، له چاودیدونکو توکیو ډک واسکټ سره نیولی دی.
د لغمان د والي ویاند وویل: نیول شوي تن پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو پوښتنو ګرویګنو لپاره په ملي امنیت اداره کی تر توقیف لاندې دی.
د لغمان د والي ویاند وویل چې د دې ولایت د ملی امنیت ادارې کارکوونکو په یو بل اقدام کښې د لغمان ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کی په یو زرنج موټر سایکل کی بار ۲۵۶ کیلوګرامه چاودیدونکي توکی کشف او ترلاسه کړي دي. دولتزي وویل.ددغو چاودیدونکو توکیو په نیول کیدو سره د طالبانو له لورې د یوې خونړۍ پیښې د ترسره کیدو مخه ونیوې شوه.