د افغانستان کړکیچ داسې زر د هواریدو نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93300-د_افغانستان_کړکیچ_داسې_زر_د_هواریدو_نه_دی
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په لنډه موده کښې د افغانستان د څلویښت کلن کړکیچ هوارۍ ډیر ګران وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2020 04:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان کړکیچ داسې زر د هواریدو نه دی

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په لنډه موده کښې د افغانستان د څلویښت کلن کړکیچ هوارۍ ډیر ګران وباله.

محمد نعیم وردګ پرون په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو د مرکچي تماس ډلو د غونډو د بندیدو په هکله وویل: د محتلفو موضوعاتو د څیړنې لپاره د دغو غونډو بندیدل یو عادي کار دی او په یو څو غونډو سره موافقې ته رسیدل ګران دي.

هغه د بین الافغاني مذاکراتو له جزئیاتو د خبریدو په هکلهد خبریالانو غوښتنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: که چیرې هر څیز په رسنیو کښې مطرح کړو نو بیا خو مرکچي پلاوو ته هیڅ اړتیا نشته، بیړه نه ده پکار ځکه ممکنه ده چې هدف ته ونه رسیږو.

محمد نعیم وردګ په عین حال کښې د قطر د دوحې په بین الافغاني مذاکراتو کښې د مینځګړي د شتون د احتمال په هم څرګنده کړه: د امریکایانو یا د بل هیڅ کس د مینځګړیتوب ضرورت نشته، د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونو هم موافقه کړې چې به خبرواترو کښې دې دریم لورې نه وي.