د افغانستان طالبان باید سمدستي اووربند ومني
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په طالبانو غږ وکړ چې په هیواد کښې په سمدستي ډول اووربند ومني .
عبدالله عبدالله چې له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو کښې د افغانستان د حکومت مشرۍ پرغاړه لري پرون وویل د سولې د خبرو له پیلیدا راهسې نه یوزاې کورنی جنګ بند شوی نه دی بلکې زیات شوی هم دی ځکه چې طالبان هماغه راز په حکومتي او ولسي اهدافو بریدونو ته دوام ورکوي .
دغه راز د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر هم په کابل کښې دیره د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو له سفیرانو سره په ویډیويي تماس کښې د بین الافغاني خبرو اترو د چیلنجونو او د پرمختګونو په هکله خبرې وکړې .
حنیف اتمر په دغه تماس کښې په قطر کښې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بهیر نتیجې ته د رسیدا لپاره د اسلامي هیوادونو د رول د لوبولو او د مرستې غوښتنه وکړه .