پاکستان دافغانانو لپاره د ویزو د صادرولومحدودیّتونه ختم کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93538-پاکستان_دافغانانو_لپاره_د_ویزو_د_صادرولومحدودیّتونه_ختم_کړل
د پاکستان دسفارت د ویزو د صادرولو د امکاناتو زیاتول د افغانانو د خوشالۍ لامل شوي او وئيل کیږي،په افغانانو کې دغې چارې ښه او مثبت غبرګون درلودلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 14, 2020 08:04 Asia/Kabul
  • پاکستان دافغانانو لپاره د ویزو د صادرولومحدودیّتونه ختم کړل

د پاکستان دسفارت د ویزو د صادرولو د امکاناتو زیاتول د افغانانو د خوشالۍ لامل شوي او وئيل کیږي،په افغانانو کې دغې چارې ښه او مثبت غبرګون درلودلی دی .

زمونږخبریال د آریا نیوز خبري آژانس له قوله راپور راکړ په کابل کې د پاکستان سفارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په جلال آباد،کندهار،هرات  او مزارشریف ښارونو کې ددغه هیواد کسنولګریۍ  افغانانو ته د کنسولي خدماتو د وړاندې کولو لپاره  تیارې دي .

  په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د افغانستان د ځينو هغو خلکو لپاره په پاکستان کې تریوې مودې پورې د پاتیکیدا ویزې هم صادریږي،چې ددرملنې،له کورنیو سره دلیدوکاتو،تجارت او یا د زده کړې لپاره  هغه هیواد ته ځي .

 له دې مخکې پاکستان د افغانستان د ښاریزو لپاره  د ویزو صادریدا محدوده کړې وه .

 په کابل کې د پاکستان له سفارته د ویزه اخستل په همداوروستیو کې ډيرګران کړائ شوي دي او له  حده زیاته ګڼه ګوڼه، د ویزې داخستو لپاره له مراجعینو څخه د بډو رشوتونو د اخستو،او د ادارې فساد  لامل شوی  چې دوي تر ډیره وخته پورې په اوږدو صفونو کې دریږي او کړاؤنه ئې هم لا زیات شوي دي .د پاکستان دسفارت د ویزو د صادرولو د امکاناتو زیاتول د افغانانو د خوشالۍ لامل شوي او وئيل کیږي  په افغانانو کې دغې چارې ښه  او مثبت غبرګون درلودلی دی .

Image Caption
Image Caption