اشرف غنی د وژل شويو افغان عسکرو جنازې ته ورغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93568-اشرف_غنی_د_وژل_شويو_افغان_عسکرو_جنازې_ته_ورغلی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال امرا... صالح او نورو لوړ پوړیو چارواکو د افغان هوایي ځواکونو د اته پیلوتانو او منسوبینو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2020 02:06 Asia/Kabul
  • اشرف غنی د وژل شويو افغان عسکرو جنازې ته ورغلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال امرا... صالح او نورو لوړ پوړیو چارواکو د افغان هوایي ځواکونو د اته پیلوتانو او منسوبینو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغان رسندویو له راپور سره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال امرا... صالح او نورو لوړ پوړیو چارواکو د افغان هوایي ځواکونو د اته پیلوتانو او منسوبینو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د هوایی ځواک غړي د شورو پر سهار په هلمند کې هغه مهال مړه شول، چې د دوی دوه پوڅي چورلکې سره ټکر شوې.

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې ده، چې چورلکې د الوتنې پرمهال د تخنیکي ستونزو” له کبله راغورزېدلي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

افغان ولسمشر غني او  لومړي مرستیال امرا... صالح دوژل شویو کسانو  له کورنیو سره د غمشریکۍ په ناسته کې د امنیتي او دفاعي سکتور د رهبرۍ او د ملي شورا د استازیو له حضور او ګډون څخه د مننې ترڅنګ د وژل شویو کسانو ژمنتیا او ژمنه وستایله او ټینګار یې کړی، چې حکومت به تل د وژل شویوکسانو د کورنیو ملاتړ وکړي.