ننګرهار کښې نولس طالبان مړه او ژوبل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93720-ننګرهار_کښې_نولس_طالبان_مړه_او_ژوبل_شوې_دي
په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د شپږو پاکستان  وګړو په ګډون نولس طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2020 09:27 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې نولس طالبان مړه او ژوبل شوې دي

په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د شپږو پاکستان  وګړو په ګډون نولس طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرها  د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي تیره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چی د امنیتي ځواکونو له لورې په شاه وتنبول شول.

د ننګرهاد والي ویاند وویل د دغې حملې په ځوابي بریدونو کی د شپږو پاکستانی وګړو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اوه تنه نور ژوبل شول.

هغه زیاته کړه چې د وژل شویو طالبانو مړي له وسلو او مهماتو سره د جګړې په ډګر کښې پاتې دي.

نوموړی هم داشان وویل: په دې نښتو کی ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.