افغان زده کوونکو د فرانسې د ولسمشر پر خلاف لاریون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93824-افغان_زده_کوونکو_د_فرانسې_د_ولسمشر_پر_خلاف_لاریون_وکړ
د افغانستان پائتخت کابل کښې د استقلال لېسې زده کونکو د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون په خلاف اسلام ته د سپکاوي له امله لاریون وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 12:35 Asia/Kabul
  • افغان زده کوونکو د فرانسې د ولسمشر پر خلاف لاریون وکړ

د افغانستان پائتخت کابل کښې د استقلال لېسې زده کونکو د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون په خلاف اسلام ته د سپکاوي له امله لاریون وکړ.

د استقلال لېسې زده کوونکو د ګلبهار سنټر مخې ته د فرانسې د ولسمشر پر خلاف لاریون کړی.

افغان زده کوونکي وایي، د هېڅ کوم هېواد او وګړي له لوري اسلامي مقدساتو ته سپکاوے کول نه شي زغملی او پروړاندې به یې ودریږي.

په ورته مهال د افغانستان ولسي جرګه په افغان ولسمشر نیوکه کوي چې د امانویل مکرون پر څرګندونو چوپه خوله دي.

دوی وایي مکرون د اسلام او د اسلامي مقدساتو سپکاوے کړے او افغانان دا نه شي زغملی په غبرګون یې باید ولسمشر د افغانانو د اسلامي مقدساتو د دفاع په خاطر د مکرون څرګندونې غندلې وې.

ولسي جرګه وایي افغان حکومت باید له فرانسې سره هر ډول تعلقات پرې کړي او د نورو اسلامي هېوادونو په قطار کې اسلامي مقدساتو ته د فرانسویانو د سپکاوي په غبرګون کې ودریږي.

د يادونې ده چې د ايران د اسلامي جمهوریت په شمول د نورو ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکو د فرانسې د ولمشر دا کار غندلی او په زیاتو هېوادونو کې د فرانسوي توکو اخیستلو باندې بندیز ولګول شو.د مکرون له دې کار وروسته اوس په خواله رسنیو کې هم د میلیونونو کسانو له لوري د رسول الله صلی علیه وسلم پر ملاتړ پوسټونه شروع دي او د مکرون او فرانسې له خلکو او سوداګریزو توکو اخیستلو سره یې مخالفت ښودلی.