د ایران او افغانستان ترمینځ د ملګرتیا هوکړه لاسلیک کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93860-د_ایران_او_افغانستان_ترمینځ_د_ملګرتیا_هوکړه_لاسلیک_کیږي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مختلفو برخو کښې د ملګرتیا د هوکړه لیک د لاسلیکیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2020 04:11 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ترمینځ د ملګرتیا هوکړه لاسلیک کیږي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مختلفو برخو کښې د ملګرتیا د هوکړه لیک د لاسلیکیدو غوښتنه وکړه.

ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغه هیواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سوداګري اړیکو او د ملګرتیاؤ د سویې په لړ کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره یوه تفاهم نامه لاسلیکوي.

په هغه غونډه کښې چې په دې هکله د افغانستان د ولسمشر په دفتر کښې وشوه د مختلفو ادارو چارواکو د دوه اړخیزو اقتصادي ملګرتیاؤ، د کډوالو د ستونزو، د خواف-هرات د ریل لارې، بریښنا او کلتوري اړیکو او هم داشان د افغانستان او ایران د اقتصادي کمیټې د تفاهمنامې د موادو په هکله خبرې اترې وکړې.

په عین حال کښې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ایران د بریښنا له وزیر رضا اردکانیان سره په ویډیويي خبرواترو کښې وویل: په اقتصادي ډګرونو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمینځ د فني تجربو تبادله، له ایران سره په اړیکه کښې د افغانستان د بهرني سیاست یو وړومبیتوب دی.