د جلال آباد نشتر روغتون کارکونکو د کاربنديز خبردارے ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93936-د_جلال_آباد_نشتر_روغتون_کارکونکو_د_کاربنديز_خبردارے_ورکړ
افغانستان په جلال اباد ښار کښې د پښتورګو د درملني ملي روغتون نشتر روغتیایی کارکوونکي وائي که امتیازات یی ورنکړل شي کاربندیز به پيل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2020 12:30 Asia/Kabul
  • د جلال آباد نشتر روغتون کارکونکو د کاربنديز خبردارے ورکړ

افغانستان په جلال اباد ښار کښې د پښتورګو د درملني ملي روغتون نشتر روغتیایی کارکوونکي وائي که امتیازات یی ورنکړل شي کاربندیز به پيل کړي.

تر پنځوس تنو پورې په افغانستان کې د پښتورګود درملنی یوازینی دولتي ملي روغتون نشتر روغتیای کارکوونکو په یوه اعتراضي ناسته کې غوښتنه وکړه چې که دوی ته د حق الخطر په نوم منل شوی امتیاز ورنکړل شي نودوی به عملي کار بندیز پيل کړي.

  ددغه اعتراضی ناستی یو ګډونوال الفت الله زاهد  وایی  د ۱۳۹۹ کال  په مالي بودجه کې دوی ته د حق الخطر په نوم امتیاز په پام کې نیول شوی خوتر اوسه چې  اته میاشتی تیری شوي دوی ته دغه امتیازات نه دی ورکړل شوي.نوموړی وایی  په کابل کې د جمهوریت په نوم روغتون چې د حق الخطر په پروګرام کی شامل دی کارکوونکو یی دا امتیار ترلاسه کړی دی . دوی وویل که دوی ته ددوې دغه منل شوی  امتیار ورنکړل شي دوی به عملی کاربندیز پیل کړي.ددی اعتراضی ناستی برخه والو همدارنګه دنښتر دپښتورګو د درملنی ملی روغتون مشرتابه هم په بی کفایتی ،کمزوري مدیریت او همدارنګه غفلت تورن کړل او وې  ویل په روغتون کې د اړتیا  وړ وسایل په روغتون کې پراته دي خود اداری له لورې د ناروغانو په واک کې نه ورکول  کیږي همدارنګه کوم وسایل چې کارول کیږي دهغه دخرابیدو په صورت کی دبیا ترمیم امکان نه وي. ددوې پر وینا دا ټولې چارې روغتون ته دراتلونکو ناروغانو چې ډیری بی وزله وګړي دی ناوړه اغیز کوي خو د ننګرهار د عامی روغتیا ریس ډاکتر نصیر احمد دورانی بیا ددغه روغتیای کارکوونکوغوښتنی ناسم بولی وایی حق الخطر هغه روغتیای کارکوونکو ته ورکول کیږي چې ټیټ معاشونه ولري  دنوموړي پر وینا د نښتر د پښتورګوملی روغتون کارکوونکی په قرار دادی بڼه په لوړ معاش ګومارل شوي چې دعامی روغتیا اومالیی وزارتونود پالیسی  له مخې دوی ددی امتیاز څخه نه شي برخمن کیدای  نښتر دپښتورګو د درملین ملی روغتون د ګاوندي هیواد پاکستان په مالی مرسته جوړ شوی او ټول تخینکی وسایل یی هم دهغه هیواد له لورې ورکول شویدی دامهال دا روغتون په ټول هیواد کې دپښتورګو ددرملنی یوازینی دولتی روغتون دی