په افغانستان کښې د ايران سفارت په کابل پوهنتون حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93942-په_افغانستان_کښې_د_ايران_سفارت_په_کابل_پوهنتون_حمله_وغندله
په افغانستان کښې د ايران سفارت په کابل پوهنتون حمله د جنايتکارانه او ترهه ګريزه بللو سره هغه سخته وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2020 01:46 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ايران سفارت په کابل پوهنتون حمله وغندله

په افغانستان کښې د ايران سفارت په کابل پوهنتون حمله د جنايتکارانه او ترهه ګريزه بللو سره هغه سخته وغندله.

په کابل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت پرون په يوې بيانيه کښې په کابل پوهنتون ترهه ګريزې حملې ته په اشارې سره چې له امله يې يو شمېر محصلين او هلته کښې حاضر کسان شهيدان يا ژوبل شول وويل، د افغانستان د زدکړو د مرکزونو او مدني ادارو په خلاف د ترهه ګرو ډلو دا ډول غېر انساني اقداماتو تکرار يوه خطرناکه چاره ده او پکار دے د نړيوالې ټولنې د ټولو غړيو لخوا سخته وغندل شي او په هر طريقه دې د دا ډول وحشيانه حملو واقعي عواملو د پېژندلو په اړه جدي تحقيقات ترسره شي.

په افغانستان کښې د ايران سفارت د پېښې د شهيدانو کورنيو ته د تسليت په ويلو او د زخميانو د ښه کېدو په دعا سره د افغانستان له حکومت او ملت سره د خواخوږۍ او ملګرتيا څرګندونه وکړه.

يو شمېر وسله والو ترهه ګرو پرون د کابل پوهنتون په احاطه کښې د يو بم په چاولو سره دغه تعليمي مرکز ته داخل شول او له امنيتي ځواکونو سره ښکېل شول.

د وروستيو رپوټونو له مخې دغه پېښه د ټولو وسله والو ترهه ګرو په هلاکېدو سره ختمه شوې او  په دغه پېښه کښې لږ تر لږه دويشت تنه شهيدان او يو شل نور هم ژوبل شول.