د افغانستان حکومت او طالبان د قطر مینځګړیتوب مني
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت او طالبانو د سولې د خبرواترو د بهیر د دوام په هکله د قطر له مینځګړیتوب سره موافقه وکړه .
په دوحې کښې ډیپلوماټیکو سرچینو وویل د افغانستان حکومت او طالبان د سولې د خبرو په بهیر کښې د قطر په مرستې او مینځګړیتوب سره ټاکل شوي ده دغه بې نتیجې خبرې له بندون څخه وباسي او په دې لاره کښې اسانتیا رامینځته کړي .
دغه ګام د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو او د افغانستان په جنګ کښې د ښکیلو لورو ترمینځ د اختلافاتو د حل لپاره د هڅو په لړ کښې دی .
طالبانو له دې مخکې د سولې د خبرو اترو په بهیر کښې د کوم مینځګړي هیواد له رول لولوبوسره مخالفت کړی و .
ځینې کارپیژاندي باوري دي چې په قطر کښې دسولې خبرې اترې د سولې د بهیر ترټولو سخت پړاو دی ځکه چې طالبانو داسې سختې غوښتنې کړي دي چې د افغانستان د حکومت له نظره د منلو وړ نه دي .
طالبان ټینګار لري له امریکا سره د دغه ډلې موافقه د خبرو اترو اساس وي او حنفي مذهب هم د اختلافاتو د حل مرجع ووسي خو ولسمشر اشرف غني د طالبانو له دغو غوښتنو سره مخالفت کړی دی .