ایران او جرمني په افغانستان کښې د ناامنۍ له پراختیا اندیښمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94050-ایران_او_جرمني_په_افغانستان_کښې_د_ناامنۍ_له_پراختیا_اندیښمن_دي
د افغانستان په چارو کښې د ایران او جرمني د خارجه وزیرانو ځانګړو استازو په دغه هیواد کښې د ناامنۍ له پراخیدو اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2020 02:34 Asia/Kabul
  • ایران او جرمني په افغانستان کښې د ناامنۍ له پراختیا اندیښمن دي

د افغانستان په چارو کښې د ایران او جرمني د خارجه وزیرانو ځانګړو استازو په دغه هیواد کښې د ناامنۍ له پراخیدو اندیښنه څرګنده کړه.

د افغانستان په چارو کښې د ایران او جرمني د خارجه وزیرانو ځانګړو استازو په دغه هیواد کښې د ناامنۍ له پراخیدو اندیښنه څرګنده کړه.

ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې د افغاسنتان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان پرون له خپل جرمن همرتبه مارکوس پوټزل سره د افغانستان د وروستیو بدلونونو او په دې لړ کښې د ملګرتیاؤ د پراختیا د لاروچارو په هکله د نظر تبادله وکړه.

طاهریان او پوټزل په افغانستان کښې د ناامنیو له پراختیا اندیښنه وښودله او په دغه هیواد کښې د مذاکرې له لارې یوې موافقې ته د رسیدو په ضرورت یې ټینګار وکړ.