په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو د ایران او ازبکستان ټینګار
Nov 10, 2020 13:55 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د ايران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي محمد ابراهيم طاهريان د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ارګېشاف سره ليدلي او د افغانستان په اړه يې خبرې کړي دي.
دواړو چارواکو ټينګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې د جګړې ودرولو په هدف اوربند خورا اړين دی او زياتوي چې د ستونزې حل او هوکړې ته د رسېدو په موخه دې پر مذاکراتو تمرکز زيات شي.
په ورته وخت کې دواړو لوريو په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي په اړه هم خواشيني ښودلې او ياد وضعيت يې نه منونکی حالت ياد کړی دی.
دا په داسي حال کې دی چي په وروستیو ورځو کې د کندهار په ميوند او د پکتيا په مرکز ګردېز کې د موټر بم چاودنو او دغه راز په غزني کې د هاوان مرميو د لګېدو له امله ملکي وګړو ته مرګژوبلي اوښتي دي.
ټیګونه