د سولي د مذاکراتو لړۍ پر افغانانو تپل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94147-د_سولي_د_مذاکراتو_لړۍ_پر_افغانانو_تپل_شوې
د افغانستان د ملی امنیت مخکنی سلاکار وایی: په دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو تر مینځ د سولي روان مذاکرات د امریکایانو طرحه ده چي پر افغانانو باندې تپله شوې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 12, 2020 14:22 Asia/Kabul
  • د سولي د مذاکراتو لړۍ پر افغانانو تپل شوې

د افغانستان د ملی امنیت مخکنی سلاکار وایی: په دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو تر مینځ د سولي روان مذاکرات د امریکایانو طرحه ده چي پر افغانانو باندې تپله شوې ده.

د هرات د امنیتي خبرواترو په نهمه ناسته کې خبرداری ورکړ: که د امریکا سره د طالبانو تړون په دوحه کې د سولي د مذاکراتو د بنیاد په توګه وټاکل شي، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ به نور هم زیات شي او د افغانستان ولس به د دې مذاکراتو اصلي بایلونکي وي.

اسپنتا زیاته کړه: لکه څرنګه چي طالبانو ته د ځواک انتقال نه شي کولای په افغانستان کې عادلانه سوله راولي، د امریکا په مشری د سولي د پروژې څخه ملاتړ هم زموږ په ګټه نه تمامیږي.

دا په داسي حال کې دی چي په قطر کې د بین الافغانی له مذاکراتو څخه دوې میاشتي تیریږي خو دواړو لورو کومي موافقې ته نه دي رسېدلي. طالبانو په بین الافغانی مذاکراتو کې د امریکا سره د سولي تړون د اصل په توګه ګڼي خو افغان دولت وروسره موافقه نه دی.