عبدالله عبدالله: د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94168-عبدالله_عبدالله_د_سولې_په_خبرو_کې_پرمختګ_نه_دی_شوی
عبدالله وايي، د سولې لپاره مو هره لاره وړاندیز کړې ده، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو په هغه صورت کې باید چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2020 11:02 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله: د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

عبدالله وايي، د سولې لپاره مو هره لاره وړاندیز کړې ده، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو په هغه صورت کې باید چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان ستونزې حل لاره جګړه نه ده.

ښاغلي عبدالله چې د هرات نهمې امنیتې ناسته کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللی وايي، دوحه کې يې افغان پلاوي ته سپارښتنه دا ده چې له زغم او حوصلې کار واخلي او مخته ولاړ شي.

هغه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د نه پرمختګ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او طالبان یې په دې تورن کړل چې په خبرو کې انعطاف نه کوي.

عبدالله وايي، د سولې لپاره مو هره لاره وړاندیز کړې ده، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو په هغه صورت کې باید چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس په دې وروستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې دا تاوتریخوالی هیچاته د منلو وړ نه دی او طالبان دې ددې پر ځای د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د خبرو له لارې دې یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح بیا په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ شوي تړون ته په اشارې سره وايي چې دا هوکړه په رسمیت نه پېژني او نه یې ترې هرکلی کړی دی.