افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته کمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94242-افغانستان_کښې_د_امریکايي_ځواکونو_شمېر_۲۵۰۰_ته_کمیږي
په عراق کې هم امریکايي پوځیانو ته ویل شوي چې ۲۵۰۰ ته د خپلو ځواکونو د شمېر د کمولو لپاره ترتیبات ونیسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2020 01:06 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته کمیږي

په عراق کې هم امریکايي پوځیانو ته ویل شوي چې ۲۵۰۰ ته د خپلو ځواکونو د شمېر د کمولو لپاره ترتیبات ونیسي.

د امریکا دفاع وزارت اټکل کوي چې روانه اوونۍ به ورته د ولسمشر ټرمپ له لورې امر وشي چې د جنورۍ تر میاشتې په افغانستان او عراق کښې د امریکايي پوځیانو شمېر نیمايي ته راکم کړي.

دا خبره سي این این د امریکايي چارواکو په قول په یوه راپور کې وکړه.

تاند خبري سایټ لیکلي چې په راپور کې ویل شوي، پینتاګون له مخکې لا په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو ته امر کړی چې ۲۵۰۰ ته د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو لپاره پلاننګ وکړي.

په عراق کې هم امریکايي پوځیانو ته ویل شوي چې ۲۵۰۰ ته د خپلو ځواکونو د شمېر د کمولو لپاره ترتیبات ونیسي.

ډونلډ ټرمپ د اکتوبر په اوومه په یوه ټویټ کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ خو وروسته د پنتاګون چارواکو ورسره مخالفت وکړ او دا کار یې په دومره لنډ وخت کې ناشونی وباله.

ویل کېږي چې د ټرمپ له لوري د مخکیني دفاع وزیر مارک ایسپر د ګوښه کېدا یو دلیل له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر سر اختلاف و. ټرمپ غوښتل چې له دې قضیې په انتخاباتي کمپاین کې ګټه واخلي خو ایسپر د ده دا هدف پوره نه کړ.

د ناټو چارواکي هم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو په وړاندې اندېښنه ښيي.

خو په همدې حال کې نوی منتخب ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو له وتلو سره مخالف دی خو هغه هم دا مني چې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم شي او له شاوخوا ۲۵۰۰ ډېر نه وي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټول امریکايي پوځیان باید تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي خو ګومان نه کېږي چې امریکا خپل ټول پوځیان وباسي.