حکمتیار د افغانستان د ملي امنیت لپاره خطر دی
تسنیم خبري اژانس وايي د کابل چاپ یوې(۱) ورځپاڼې خبرداری ورکړ د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار جنګ غواړي اقدامات د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی .
«صبح کابل» ورځپاڼې پرون د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د اسلام ضده دریځونو په هکله ولیکل حزب اسلامي د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې له لاسلیک کولو سره سره د سولې د خبرو اترو په بهیر اعتراض لري او د حزب اسلامي لخوا د خبرو اترو په بهیر کښې د خنډ د رامینځته کولو امکان زیات دی .
صبح کابل ورځپاڼې د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار د مخالفت اصلي دلیل په خبرو اترو کښې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره سیاسي سیالۍ وبللې او ویې ولیکل پاکستان ته د حکمتیار وروستي او له جنجال څخه ډک سفر د افغانستان د ډیرو سیاسي شخصیتونو او چارواکو نیوکه راپارولي ده .
صبح کابل ورځپاڼې زیاته کړه ګلبدین حکمتیار چې د امریکا او د اسرائیلو جاسوس دی پاکستان ته په سفر کښې د جنګ د دوام ، د موقته حکومت د جوړولو او د افغانستان د جایز او دقانوني حکومت د نسکورولو پرضرورت ټینګار کړی چې دغه کار د افغانستان د خلکو ، چارواکو او مذهبي او سیاسي شخصیتونو غصه ځان پسې لرلي ده .
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دغه هیواد کښې د کورني جنګ په پیلولو کښې په رول لرلو او د جنګې جرمونو په ترسره کولو تورن دی او مشرانو جرګې هم د هغه د محاکمه کولو او سزا کولو غوښتنه کړي ده .