په بغلان کې لس وسلوال طالبان وژل شوي دي
دغه نښتې او اخ وډب په داسې شرائطو کې دی،چې بین الافغاني خبرې اترې هم په قطر کې پیل شوي،البته د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان ورته خوشبینه نه دي او وائي دا یوه سناریو ده چې پر افغان ولس تپل کیږي ا و دسولې اوثبات لپاره هیڅ ګټه نه لري او د افغان ولس وینه به هماغه راز بهیږي.
زمونږخبریال د شین هوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د بغلان ولایت پولیسونن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ،بیګا په بغلان ولایت کې د وسلوالو طالبانو او امنیتی مامورانو ترمینځ هاله نښته سخته شوه چې طالبانو د امنیتی مامورانو پر پستو بریدونه وکړل ،وئيل کیږي په دغو عملیاتو کې څلور امنیتی ماموران او لس وسلوال طالبان وژل شوي او همداراز پنځلس نور کسان ټپیان شوي دي .
د بغلان ولایت دپولیسو ویندوي احمد جاوید بشارت ددغې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په موقعې دغه ځوابي عملیات لامل شوي،څو وسلوال طالبان شاتګ ته اړشي او مرګ ژوبلې وزغمي .
دغه نښتې او اخ وډب په داسې شرائطو کې دی،چې بین الافغاني خبرې اترې هم په قطر کې پیل شوي،البته د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان ورته خوشبینه نه دي او وائي دا یوه سناریو ده چې پرافغان ولس تپل کیږي ا و دسولې اوثبات لپاره هیڅ ګټه نه لري او د افغان ولس وینه به هماغه راز بهیږي.