په بامیانو کې په چاودنې کې مرګ ژوبلې۷۰تنو ته زیاتې شوي
په افغانستان کې په همداوروستیو کې ترهه ګرې حملې او بمي چاودنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې په قطر کې د طالبانوډلې اوافغان حکومت تر مینځ د سولې دخبرواترو هیلې هم نوره ډيرې پیکه شوي او ښئ د افغان ولس لپاره دغه خبرې اترې هیڅ بریا نه لري او یوازې د افغان ولس وینه پکې بهیږي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د افغانستان په بامیان ولایت کې ځاي چارواکو وئیلي دي په دغه ولایت کې په پرون ناوخته دوو چاودنو کې د خبر ترمخابیره کیدا پورې اولس کسان وژل شوي او څه د پاسه پنځوس نور ټپیان شوي چې وئيل کیږي ،ځيني نور هم مرګي حاله دي .
له دې مخکې د مړو شمیر دولس تنه اعلان شوې وه ، دا هم وئيل شوي چې مړي او ټپيان روغتونونو ته منتقل کړائ شوي دي .
د افغانستان رسندویو لیکلي دي ،چې دغه چاودنې پرون ناوخته په بامیان ښار کې کابو پاؤکم پنځه بجې شوي او درست قربانیان ئې عام خلک دي .
دخبر تر مخابیره کیدا پورې چا ددغو بوږنونکو چاودنو پړه هم په غاړه نه ده اخستې ، ، البته په افغانستان کې په همداوروستیو کې ترهه ګرې حملې او بمي چاودنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې په قطر کې د طالبانوډلې اوافغان حکومت تر مینځ د سولې دخبرواترو هیلې هم نوره ډيرې پیکه شوي او ښئ د افغان ولس لپاره دغه خبرې اترې هیڅ بریا نه لري او یوازې د افغان ولس وینه پکې بهیږي .