د افغانستان د سولې په پروسې کې آسانتياوې برابروو
د پاکستان لومړي وزيرغواړي ، د افغانانانو په مشرۍ او مالکيت سولې پروسې کې د اسانتياوو برابرولو په تړاو خپل مثبت رول ته هماغه راز ادامه ورکړي.
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان د بهرنيو چارووزير د اسلامی ملګرتیاموسیسې دغونډې په څنډې کې له خپل افغان سيال محمد حنیف اتمر سره په ليدنې کې يو ځل بيا ژمنه کړې، دافغانستان د سولې په بهیر کې د آسانتیاؤ د برابرولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي،ځکه دغه سوله د پاکستان لپاره هم هومره مهمه ده لکه څومره چې د افغانستان لپاره ده .
ټاکل شوې د ه دغه کنفرانس نن پيل شي او تر دوو ورځو پورې به دوام وکړي.
د پاکستان خارجه وزیر په دغې کتنې کې وئیلي دي باید دسولې خبرې اترې بریالی شي او تاؤتریخوالي دې هم پاي ته ورسیږي څو د درستو لورو له خوا په دغه هیواد کې دبشپړ اوربند هوکړه وشي .
شاه محمود قريشي کابل ته دپاکستان د لومړي وزير عمران خان وروستي سفر ته په اشارې سره هم ويلي، هېواد يې غواړي په بېلا بېلو برخو کې افغانستان سره خپلې اړيکې پياوړې کړې، د پاکستان لومړي وزيرغواړي ، د افغانانانو په مشرۍ او مالکيت سولې پروسې کې د اسانتياوو برابرولو په تړاو خپل مثبت رول ته هماغه راز ادامه ورکړي.
داپه داسې حال کې دي،چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرحنيف اتمر هم په دغې کتنې کې په افغان سولې پروسه کې د پاکستان دملګرتیاؤ ستاينه وکړه.