د افغانستان د سولې په پروسې کې آسانتياوې برابروو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94459-د_افغانستان_د_سولې_په_پروسې_کې_آسانتياوې_برابروو
د پاکستان لومړي وزيرغواړي ، د افغانانانو په مشرۍ او مالکيت سولې پروسې کې د اسانتياوو برابرولو په تړاو خپل مثبت رول ته هماغه راز ادامه ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2020 09:26 Asia/Kabul
  •   د افغانستان د سولې په پروسې کې آسانتياوې برابروو

د پاکستان لومړي وزيرغواړي ، د افغانانانو په مشرۍ او مالکيت سولې پروسې کې د اسانتياوو برابرولو په تړاو خپل مثبت رول ته هماغه راز ادامه ورکړي.

زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان د بهرنيو چارووزير د اسلامی ملګرتیاموسیسې دغونډې په څنډې کې له خپل افغان سيال محمد حنیف اتمر سره  په ليدنې کې يو ځل بيا ژمنه کړې،   دافغانستان د سولې په بهیر کې   د آسانتیاؤ د برابرولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي،ځکه دغه سوله  د پاکستان لپاره هم هومره مهمه ده لکه څومره چې د افغانستان لپاره  ده .

ټاکل شوې د ه دغه کنفرانس نن پيل شي  او تر دوو ورځو پورې به دوام وکړي.

د پاکستان خارجه وزیر په دغې کتنې کې وئیلي دي  باید دسولې خبرې اترې بریالی شي او  تاؤتریخوالي دې هم پاي ته ورسیږي څو د  درستو لورو له خوا  په دغه هیواد کې دبشپړ اوربند هوکړه وشي .

شاه محمود قريشي کابل ته دپاکستان د  لومړي وزير عمران خان وروستي سفر ته په اشارې سره هم  ويلي، هېواد يې غواړي په بېلا بېلو برخو کې افغانستان سره خپلې اړيکې پياوړې کړې، د پاکستان لومړي وزيرغواړي ، د افغانانانو په مشرۍ او مالکيت  سولې پروسې کې د اسانتياوو برابرولو په تړاو خپل مثبت رول ته هماغه راز ادامه ورکړي.

داپه داسې حال کې دي،چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرحنيف اتمر هم په دغې کتنې کې په افغان سولې پروسه کې د پاکستان دملګرتیاؤ ستاينه وکړه.