په ارُزګان ولایت کې طالبانو د معلم تربیّت ودانۍ ونړوله
وسلوالو طالبانو همداراز د دهراؤد ولسوالۍ ، ځيني بازارونو ،دپولیسو دقوماندانۍ او ولسوالۍ د ودانۍ ډير شیان او مالونه هم له مینځه وړي او ډيرئې چورتالان کړي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ارزګان ولایت ځاي مسئولانو نن وئیلی دي ، ددغه ولایت د دهراؤد ولسوالۍ د معلم د تربیّت ودانۍ ځیني برخې طالبانو په کنډوالې بدلې کړي دي .
دوي وئیلی دي ، وسلوالو طالبانو په دهراؤد ولسوالۍ په حملې سره ددغې ولسوالۍ د معلم د تربیّت ودانۍ نړولې او ددغه مرکز درست وسایل ئې چورتالان کړي دي .
دغه تعلیمي مرکز په بشپړ ډول تباه شوی او محصیلین ئې باید بل ځاي ته منتقل شي څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړل شي .
ددغه راپور په اساس ، وسلوالو طالبانو همداراز د دهراؤد ولسوالۍ ، ځيني بازارونو ،دپولیسو دقوماندانۍ او ولسوالۍ د ودانۍ ډير شیان او مالونه هم له مینځه وړي او ډيرئې چورتالان کړي دي .
د طالبانو وسلوالو کابو دوه اونۍ مخکې په دغې ولسوالۍ حمله کړې چې وئیل کیږي ، په بشپړ ډول ئې دغه ولسوالۍ نیولې ده .