د قطر د سولې خبرې د شکونو په شپول کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94472-د_قطر_د_سولې_خبرې_د_شکونو_په_شپول_کې_دي
وئيل کیږي په دغو خبرواترو کې امریکا نیغ په نیغه دخالت لري او د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان هم ورځيني نهیلي شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2020 01:12 Asia/Kabul
  • د قطر د سولې خبرې د شکونو په شپول کې دي

وئيل کیږي په دغو خبرواترو کې امریکا نیغ په نیغه دخالت لري او د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان هم ورځيني نهیلي شوي دي .

طلوع خبری آژانس راپور ورکړی،  د  افغانستان د ملی مصالحې  دلوړې شورا دوهم مرستیال اسد ا.. سعادتي  په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې مرکچي ټيمونه  ، په دغه هیواد کې یوې حقیقي سولې   او اساسی حل ته د ر سیدولپاره هیڅ ګروهنه نه لري  او دواړه لوري  په مشکلاتو او  فرصتونو پسې دي .

 البته د افغانستان  د سولې په چارو :ې د  حکومت د وزارت ویندوئې  ناجیه انوري وئيلي دي ،په خبرو اترو کې تر یوه حده پرمختګ شوی  او د بشپړ حل لپاره  دغه  خبرې اترې دوام لري ، چې  له نهائي کیدا وروسته به اعلان شي .

 په  افغانستان کې  د سولې  او اوربند دټينګیدا  او دغه راز د جنګ جګړو دختمیدا لپاره  د افغان حکومت او طالبانوډلې ترمینځ  ددغه هیواد د سولې دخبرواترو مرحله  د ستمبر له دولسمې راهسې په دوحې کې پيل شوي ،خو لورو تر دې دمه  یوازې د ایجنډا په سر  سره نه دي سلا شوي ، خبرې اترې خو لا پيل شوي  هم نه دي ، وئيل کیږي  په دغو خبرواترو کې امریکا نیغ په نیغه  دخالت لري  او د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان  هم ورځيني  نهیلي شوي دي .