د قطر د سولې خبرې د شکونو په شپول کې دي
وئيل کیږي په دغو خبرواترو کې امریکا نیغ په نیغه دخالت لري او د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان هم ورځيني نهیلي شوي دي .
طلوع خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا دوهم مرستیال اسد ا.. سعادتي په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې مرکچي ټيمونه ، په دغه هیواد کې یوې حقیقي سولې او اساسی حل ته د ر سیدولپاره هیڅ ګروهنه نه لري او دواړه لوري په مشکلاتو او فرصتونو پسې دي .
البته د افغانستان د سولې په چارو :ې د حکومت د وزارت ویندوئې ناجیه انوري وئيلي دي ،په خبرو اترو کې تر یوه حده پرمختګ شوی او د بشپړ حل لپاره دغه خبرې اترې دوام لري ، چې له نهائي کیدا وروسته به اعلان شي .
په افغانستان کې د سولې او اوربند دټينګیدا او دغه راز د جنګ جګړو دختمیدا لپاره د افغان حکومت او طالبانوډلې ترمینځ ددغه هیواد د سولې دخبرواترو مرحله د ستمبر له دولسمې راهسې په دوحې کې پيل شوي ،خو لورو تر دې دمه یوازې د ایجنډا په سر سره نه دي سلا شوي ، خبرې اترې خو لا پيل شوي هم نه دي ، وئيل کیږي په دغو خبرواترو کې امریکا نیغ په نیغه دخالت لري او د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان هم ورځيني نهیلي شوي دي .