د افغانستان د بحران دحل لپاره د لویدیځوالوهڅوماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94475-د_افغانستان_د_بحران_دحل_لپاره_د_لویدیځوالوهڅوماته_خوړلې_ده
د طالبانو په خپرې شوي اعلامیې کې راغلي دي ، په افغانستان کې د پَرَدیو درستو پلانونو ماته خوړلې ده او اوس نړیواله اجماع پر دې ده چې باید د افغانانو اعتقاداتو ،باؤرونو او ارادو ته احترام وشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2020 01:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بحران دحل لپاره د لویدیځوالوهڅوماته خوړلې ده

د طالبانو په خپرې شوي اعلامیې کې راغلي دي ، په افغانستان کې د پَرَدیو درستو پلانونو ماته خوړلې ده او اوس نړیواله اجماع پر دې ده چې باید د افغانانو اعتقاداتو ،باؤرونو او ارادو ته احترام وشي .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ  د افغانستان طالبانو ډلې په افغانستان کې د طالبانو د  خوښې  اسلامی امارت په نامې سره د حکومت له جوړولو سره د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دمسئول جوزف بورل  دمخالفت په غبرګون کې  وئيلي دي ، په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د  جنګ جګړو د  دوام دلیل په دې خاطر  دی چې بهرنیان هڅه کوي ،خپلې نسخې  او پلانونه  پر افغان ملت وتپي .

  د طالبانو  په خپرې شوي اعلامیې کې  راغلي دي ، په افغانستان کې د پَرَدیو  درستو پلانونو ماته خوړلې ده  او اوس  نړیواله اجماع  پر دې ده چې باید  د افغانانو اعتقاداتو ،باؤرونو او ارادو ته   احترام وشي . 

طالبانو ډلې په  دغې اعلامیې کې همداراز  په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې د  بهرنی سیاست دمسئول څرګندونې  ددغه هیواد په داخلی چارو کې ګوت وهنې بللي او روښانه ئې کړې ده ،  دافغانستان ولس باید   دخپل هیواد برخلیک لپاره  پخپله فیصله وکړي .

د طالبانو ډلې  دغه شان دریځونه  په داسې  حال کې  دي ، چې د افغانستان د چارواکو په وینا دغې ډلې  هماغه راز  ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې  خپلو کرغیړنو  اقداماتو او حملو ته دوام ورکړی دی . د افغانستان  دفاع وزارت  پرون  وئيلی دي ،طالبانو  په تیرو ۲۴ساعتونو کې د افغانستان  په څه دپاسه شلو ولایتونو کې حملې کړي دي .