د افغانستان د بحران دحل لپاره د لویدیځوالوهڅوماته خوړلې ده
د طالبانو په خپرې شوي اعلامیې کې راغلي دي ، په افغانستان کې د پَرَدیو درستو پلانونو ماته خوړلې ده او اوس نړیواله اجماع پر دې ده چې باید د افغانانو اعتقاداتو ،باؤرونو او ارادو ته احترام وشي .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ د افغانستان طالبانو ډلې په افغانستان کې د طالبانو د خوښې اسلامی امارت په نامې سره د حکومت له جوړولو سره د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دمسئول جوزف بورل دمخالفت په غبرګون کې وئيلي دي ، په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو د دوام دلیل په دې خاطر دی چې بهرنیان هڅه کوي ،خپلې نسخې او پلانونه پر افغان ملت وتپي .
د طالبانو په خپرې شوي اعلامیې کې راغلي دي ، په افغانستان کې د پَرَدیو درستو پلانونو ماته خوړلې ده او اوس نړیواله اجماع پر دې ده چې باید د افغانانو اعتقاداتو ،باؤرونو او ارادو ته احترام وشي .
طالبانو ډلې په دغې اعلامیې کې همداراز په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست دمسئول څرګندونې ددغه هیواد په داخلی چارو کې ګوت وهنې بللي او روښانه ئې کړې ده ، دافغانستان ولس باید دخپل هیواد برخلیک لپاره پخپله فیصله وکړي .
د طالبانو ډلې دغه شان دریځونه په داسې حال کې دي ، چې د افغانستان د چارواکو په وینا دغې ډلې هماغه راز ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې خپلو کرغیړنو اقداماتو او حملو ته دوام ورکړی دی . د افغانستان دفاع وزارت پرون وئيلی دي ،طالبانو په تیرو ۲۴ساعتونو کې د افغانستان په څه دپاسه شلو ولایتونو کې حملې کړي دي .