په کندهار کې شل وسلوال طالبان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94476-په_کندهار_کې_شل_وسلوال_طالبان_وژل_شوي_دي
د افغانستان دفاع وزارت پرون وئيلی دي ، طالبانو په تیرو ۲۴ساعتونو کې د افغانستان په څه دپاسه شلو ولایتونو کې حملې کړي دي، خو په زیاترو حملو کې ورته درندې مرګ ژوبلې اوښتي او شاتګ ته اړ شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2020 01:52 Asia/Kabul
  •   په کندهار کې شل وسلوال طالبان وژل شوي دي

د افغانستان دفاع وزارت پرون وئيلی دي ، طالبانو په تیرو ۲۴ساعتونو کې د افغانستان په څه دپاسه شلو ولایتونو کې حملې کړي دي، خو په زیاترو حملو کې ورته درندې مرګ ژوبلې اوښتي او شاتګ ته اړ شوي دي .

ایسنا خبری اژانس راپور ورکړ  د افغانستان پوځ  پرون په یوې اعلامیې کې وئیلی دي ، د دغه هیواد دپوځ  جنګي الوتکو  دکندهار ولایت  په جنوبی برخو کې دطالبانو پر مورچلو او پټنځایونو  سخته بمباري کړې چې له امله ئې پنځلس طالبان وژل شوي او  کابو دولس نور هم ټپیان شوي دي .

 د افغانستنا د پوځ ویندوي    دغه  عملیات  د کندهار ولایت د پنجوائي  ولسوالس په پلټونکو پُستو د طالبانو د وړمې ورځې  د حملو په ځواب کې  بللی دي .

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان  دفاع وزارت  پرون  وئيلی دي ، طالبانو  په تیرو ۲۴ساعتونو کې د افغانستان  په څه دپاسه شلو ولایتونو کې حملې کړي دي، خو په زیاترو حملو کې  ورته درندې مرګ ژوبلې اوښتي  او شاتګ ته اړ شوي دي .