د افغانستان د ولسی جرګې او حکومتي لوري ترمینځ د ترینګلتیاؤ دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94511-د_افغانستان_د_ولسی_جرګې_او_حکومتي_لوري_ترمینځ_د_ترینګلتیاؤ_دوام
د افغانستان د پارلیمان غړو د امر ا.. صالح د دغو څرګندونو په غبرګون کې ددغه هیواد د ولسمشر له مرستیالۍ د هغه د لیرې کولو په ضرورت په ټینګار سره له هغه غوښتي د پارلیمان د استازو په ضد د فساد په ککړتیاؤ په اړه دې خپل سندونه اوشواهد وړاندې کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 29, 2020 11:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسی جرګې  او حکومتي لوري ترمینځ د ترینګلتیاؤ دوام

د افغانستان د پارلیمان غړو د امر ا.. صالح د دغو څرګندونو په غبرګون کې ددغه هیواد د ولسمشر له مرستیالۍ د هغه د لیرې کولو په ضرورت په ټینګار سره له هغه غوښتي د پارلیمان د استازو په ضد د فساد په ککړتیاؤ په اړه دې خپل سندونه اوشواهد وړاندې کړي .

د افغانستان   ولسمشر اشرف غني  د  دغه هیواد د ولسی  جرګې له مشرمیر رحمان رحماني  او  ددغه اورګان له اداري پلاوي سره  د حکومتی لوري او  ولسی جرګې د استازو ترمینځ د وروستیو ترینګلتیاؤ د  ختمولو په اړه لیده کاته کړي دي .

 دا کتنه  له دې وروسته شوي ، چې  تیره اونۍ  د افغانستان دولسمشر  لومړي مرستیال امر ا... صالح  له دغه  هیواد سره د نړیوالو مرستو په باب د جینیوا په کنفرانس کې  پخپلې وینا کې  د افغانستان د پارلیمان غړي ، په فساد تورن کړي او وئيلي ئې وو ، د قانوني تعقیبونې په وړاندې دې ددغه اورګان د غړو خوندیتوب  لغوه شي .

 د افغانستان د پارلیمان غړو  هم د  امر ا.. صالح د دغو څرګندونو په غبرګون کې ددغه هیواد د ولسمشر له مرستیالۍ د هغه د لیرې کولو په ضرورت په ټینګار سره  له هغه غوښتي د پارلیمان د استازو په ضد د فساد په ککړتیاؤ په اړه دې  خپل سندونه اوشواهد وړاندې کړي .

 د افغانستان د پارلیمان  د ولسی  جرګې  له مشر او ددغه اورګان له اداري پلاوي  سره  د اشرف غني کتنه  چې د امر ا... صالح  له جنجالي څرګندونو وروسته د پارلیماني استازو څخه د  خواخوږۍ په خاطر شوي ، د دغه هیواد دمجرئې  او مقننې  قواؤ  په اړیکو کې د تاؤتریخوالو د کمولو ل لًپاره مناسب اقدام ؤ .

 دې ته په پام سره چې  د افغانتسان د ولسمشر دلومړي مرستیال د لیریکیدا لپاهر د پارلیمان د غړو پر غوښتنې سربیره ، ددغه اورګان  مشر هم  امر ا.. صالح په جاسوسۍ تورن کړی ؤ ، دا احتمال  ؤ  چې له پارلیمان سره د هغه  تاؤتریخولي دوام و کړي.

د افغانستان د ولسی جرګې له مشر او ددغه اورګان  داداري پلاوي له غړو سره د مشترکې ناستې په ترسره کولو کې د اشرف غني هوښیار اقدام ، د دغه هیواد  مقننه او مجریه قواؤ تریمنځ د اختلافاتو د دوام پټۍ غوڅه کړې څو د افغانستان په اوسنیو حساسو شرائطو کې  د سولې پر بین الافغاني خبرواترو  چې په قطر کې روانې دي ، ددغه هیواد حکومت د چارواکو ترمینځ سیاسی درز  مني اغیزې ونه شیندي .  په تیره بیا دا چې ا شرف غني په دغې کتنې کې د افغانسان پارلیمان  ددغه هیواد جمهوریت د ساتنې لپاره  د اساسی قانون  بشپړونکی  اورګان بللی او  له پارلیمان سره ئې د حکومت د  غږملتیاپه ضرورت ټينګار کړی دی .

د افغانستان د پارلیمان  او ددغه هیواد د ولسمشر د لومړي مرستیال  ترمینځ دتاؤتریخوالو د  حل  مهمې موضوع ته داشرف غني  په موقعې او مناسبه واریدیدا،ددغه هیواد د مقننه او مجریه قواؤ ترمینځ د انسجام او وحدت له پیاوړتیا سره پر مرستې سربیره ،  په خلکو کې د هیلې په زیاتولو سره، دبین الافغاني  خبرواترو څخه دا متیاز د اخستو دکړچار  د زیاتولو لپاره  له دغو تاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ څخه د طالبانو  د ناسمې استفادې د مخنیوي لامل کیږي .

 په افغانسان کې دقومي،مذهبی او ټولنیز  ډولوالي جوړښت ته په پام سره ، ددغه هیواد دپارلیمان د غړو او حکومتی چارواکو ترمینځ له سیاسی اختلافاتو او سیالیوڅخه هر ډول اغیزمنه شخړه په افغانستان کې د دوو یا څوقطبی بڼې لامل کیږي،چې د ملی امنیت او ګټو لپاره یوجدي ګواښ کیدلی شي .

 په تیره بیا په داسې شرائطوکې چې طالبان په قطر کې د افغانستان د حکومت له مرکچي ټیم سره  دسولې دخبرواترو په بهیر کې په زیات غوښتنې سره، دغه خبرې اترې بندون ته کاږلی دي ، د افغانستان د مقننه او مجریه قواؤ تریمنځ هر ډول تاؤتریخوالی اوتفرقه او درز به پر دغو خبرواترو ورانونکي اغیزې وشیندي .

 له میر رحمان رحماني سره د اشرف غني  له ناستې  وروسته  د افغانستان د پارلیمان  په  راتلونکو غونډو کې  د دغه هیواد د وړاندیزي وزیرانو د صلاحیّتونو د ارزونې د بهیر د بیرته پيلیدا خبر ،  له هغه او د پارلیمان له نورو استازو څخه د افغان ولسمشر اشرف غني تسّلي ورکول  او  ددغې کتنې  مثبتې  پایلی شمیرل کیدلی شي .

د افغانستان په کابینې کې  د غړیتوب لپاره  داشرف غني  د وړاندیزي وزیرانو  دصلاحیّت  ارزول  تیره اونۍ  په فساد  د پارلیمان د غړو په تورنولو کې د دغه هیواد دولسمشر د لومړي مرستیال  له جنجالي څرګندونو ورسوته دریدلی  ؤ.

د امر ا.. صالح  د څرګندونو  په باب د افغانستان  د ولسی جرګې  له مشر او ددغه اورګان  له اداري پلاوي د اشرف غني  برسیره  بخښنې غوښتنې او همدردي ،  په سیاسی ډګر کې د د انډولیز رول د لوبولو لپاره  له ولسمشره د دغه هیواد تمه  ده چې اشرف غني  هم په موقعې درک  کړه.