افغانستان کې نژدې ۸ زره کسان ایډز ناروغۍلري
زمونږ خبریال وايي د روغتیا نړیوالې ټولنې د شمېرو له مخې افغانستان کې نژدې ۷۸۰۰ کسان اېچ ای وي لري.
د اېچ ای وي پر نړیواله ورځ (ډیسمبر لومړۍ)، د افغانستان روغتیا وزارت وايي، سږ کال د کورونا وېروس له کبله رامنځته شويو محدودیتونو د اېډز ناروغانو د ثبت بهیر ټکنی کړی دی.
د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، پروسږ کال یې په اېډز اخته ۱۹۰ ناروغان ثبت کړي وو، خو په وینا یې په روان ۲۰۲۰ کال کې یې تر اوسه د دغې ناروغۍ ۱۱۰ ناروغان ثبت کړي دي.
د افغانستان په روغتیا وزارت کې له اېډز سره د مبارزې څانګې یو مشر ډاکتر احسان الله احسان وویل د کورونا وبا له امله یې وزارت د پروسږ کال پرتله کابو ۴۰ سلنه د اېډز کم ناروغان ثبت کړي دي.
د ډاکتر احسان په وینا، د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د اېډز ناروغانو د درملنې او ثبت ۴۰ مرکزونه فعال دي.
د ډیسمبر لومړۍ نېټه هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې د اېډز ناروغۍ د مخنیوي او له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوی ډېرولو لپاره لمانځل کېږي.
ملګرو ملتونو د دغې ناروغۍ لپاره سږ "نړیوال پیوستون او ګډ مسؤلیت" شعار ټاکلی دی.
ملګري ملتونه وايي، سږ کال کورونا وبا په نړیواله کچه د اېډز ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کمپاین او د دغې ناروغۍ د مخنیوي هڅې اغېزمنې کړې دي.