د معدنونو د قاچاق مخه نیولل د حکومت کاری لومړیتوب دی
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملی امنیت پخواني مشر رحمت ا.. نبیل مخکې وئيلي وو،بهرني لوبغاړي له سولې په وروسته مرحلې کې د اقتصادي پراختیا په پلمه،ددغه هیواد د معدنونو په غلا او چورتالان پسې دي .
زمونږ خبریال د آریانیوزخبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن سهار دکابل په ارګ کې داقتصاد دعالی شورا په ناستې کې وئيلي دي،د افغانستان د حکومت کاري لومړیتوب اقتصادی خوځښت او د معدنونو دقاچاق مخنیوی دی .
اشرف غني زیاته کړې،د حکومت موخه اقتصادي ښه کیدا ده او خپلې درستې سرچینې به د اقتصادي خوځښت لپاره وکاروي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملی امنیت پخواني مشر رحمت ا.. نبیل مخکې وئيلي وو،بهرني لوبغاړي له سولې په وروسته مرحلې کې د اقتصادي پراختیا په پلمه،ددغه هیواد د معدنونو په غلا او چورتالان پسې دي .
رحمت ا.. . نبیل په ټولینزې پاڼې کې لیکلي دي،د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد چې له طالبانو سره ملګرتیا کوي ، له همدااوسه د افغانستان د معدنونو دغلاکولو لپاره لابي کوي .
له دې مخکې په خبرونوکې هم راغلی وو،چې دامریکا او انګلستان شرکتونه په غیر قانوني توګه په افغانستان کې ستر کانونه نیولي او ورځیني شپه او ورځ ګرابّیه ګاڼي،نور مواد او سونګ اوباسي .
د افغانستان په سرپل ولایت کې دبلخاب ولسوالۍ د مسو معدن په دغه هیواد کې د میسو تر ټولو ستر معدن یا کان دی او زیرمې ئې د څه دپاسه درې آریلین ډالرو په ارزښت څه دپاسه سل میلیون ټنو ته رسیږي .