په افغانستان کې د امریکا کړچار ماته خوړلې ده
جیم ګولبي ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا موخه د افغانستان د قانونی حکومت کمزروي کول دي ، زیاته کړې ، امریکائي حکومت له طالبانو سره ځيني پټې معاملې لري او دغه ډله خپل یو باؤري شریک ګڼي .
طلوع نیوز خبری چینل راپور ورکړی ، د امریکا یوه پوهنتوني استاذ جیم ګولبي په افغانستان کې د ډونالډټرمپ د کړچار ماته خوړل منلي او واعتراف ئې کړی دی ، چې طالبانوډلې ته دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ او خارجه وزیر مایک پمپئو کلنګ ورکول او ورځيني ملاتړونه سبب شوي څو افغانستان ورځ تربلې لا بې ثباته او ناکرار شي .
ددغه څيړاند او استاذ په وینا، ټرمپ او پمپئو د افغانستان ولسمشر اشرف غني باندې دباؤنه زیات کړي څو د طالبانو ډلې غوښتنو ته غاړه کیږدي، خو له دغې ډلې ئې هیڅ غوښتنه نه ده کړې .
جیم ګولبي ددېخبرې په کولو سره چې د امریکا موخه د افغانستان دقانونی حکومت کمزروي کول دي،زیاته کړې،امریکائي حکومت لهطالبانو سره ځيني پټې معاملې لري او دغه ډله خپل یو باؤري شریک ګڼي .
دسیمې ډیری سیاسی او امنیتی کارپوهان امریکا په دوحې کې د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې په خبرواترو کې دبندون عامله ګڼي، ځکه واشنګټڼ هڅه کوي ، په دغو خبرواترو کې په خار پار اچولو سره هماغه راز په دغه هیواد کې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي .