ننګرهار کی دداعش ډلی دری وسله وال ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94662-ننګرهار_کی_دداعش_ډلی_دری_وسله_وال_ووژل_شول
زمونږخبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیانی وایی تیره شپه دملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددی ولایت دغني خیلو ولسوالۍ اړوند ۲۷مې ویالې په سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي چې پکې د نوموړي پر وینا دری تنه داعش وسله وال له امنیتی ځواکونو سره د مقاومت په پایله کې ووژل شول او دوه نور ژوندي ونیول شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2020 11:16 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی دداعش ډلی دری وسله وال ووژل شول

زمونږخبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیانی وایی تیره شپه دملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددی ولایت دغني خیلو ولسوالۍ اړوند ۲۷مې ویالې په سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي چې پکې د نوموړي پر وینا دری تنه داعش وسله وال له امنیتی ځواکونو سره د مقاومت په پایله کې ووژل شول او دوه نور ژوندي ونیول شول.

د والی ویاند وویل امنیتي ځواکونو ته دعملیاتو پر مهال دوه میله کلاشینکوف یوه تومانچه ،څودانې لاسي بمونه او ځینی هویت پاڼې هم لاسته ورغلي دي .

 د ننګرهار د والي ویاند وویل په عملیاتوکې ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی.

تیره اونۍ په ننګرهار کې ولایتي چارواکو د ملی امنیت ادارې د ځانګړو ځواکونوپه شپنیو عملیاتوکې د ننګرهار لپاره دداعش ډلی له لورې دټاکل شوي والي هدایت الله د وژل کیدو خبر هم ورکړی و