د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو نوي جزئیات
-
فایل فوټو
په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو بهیر او حکومت ته د طالبانو له خوا د وړاندې شویو موضوعاتو په لیسټ کښې ۲۰ موارد شامل دي.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د دغه لړلیک له مخې، کوم سیاسي نظام چې طالبانو یې د افغانستان د راتلونکي لپاره وړانديز کړی دی، د (جمهوري یا ډیموکراټیک) له اضافې پرته (اسلامي نظام) دی.
دغې ډلې هم داشان (د دینِ اسلام د عالمانو د سراسري شورا) د جوړیدو غوښتنه کړې او د طالبانو د ښوونې او روزنې وړاندیزي نظام هم د (اسلامي معارفو) تر عنوان لاندې راغلې دی.
طالب ډلې هم داشان وړاندیز کړی چې د ښځو او سړیو حقوق، دندې او آزادي دې د اسلامي شریعت په چوکاټ کښې تعریف او وټاکل شي.
طالبانو د مطبوعاتو او رسنیو د آزادۍ په هکله هم وویل چې د رسنه ایزو ارګانونو د آزادۍ او فعالیت حدود باید د اسلامي احکامو مطابق معلوم شي.
له بلې خوا د افغانستان حکومت هم یوشمیر وړاندیزونه مطرح کړي دي چې ډیر مهم په کښې د اوربند ټینګښت، د پوځ او پولیسو په شان ارګانونو او هم د افغانستان د اوسني اساسي قانون په شمول د (جمهوري اسلامي نظام) ساتنه شامله ده.
له دې مخکښې د حکومت د مرکچي ټیم غړي امین احمدي ویلي وو چې په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ شوې موافقه هم په هغو څلورو اصولو کښې شامله ده چې د خبرواترو د بنیاد په توګه منل شوي دي.