ننګرهارکښې ګڼ شمېر وسلې او فوځي سازوسامانونه ونیول شول
Dec 15, 2020 11:55 Asia/Kabul
د افغانستان د ننګرهارولايت چارواکو په دغه ولايت کښې د ګڼ شمېر وسلو او فوځي سازوسامانونو د نيول کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وويل، تېره شپه دملی امنیت ادارې کارکونکو د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ګردي غوث په سیمه کښې د شپې په عملیاتوکښې دری تنه د وسلو د قاچاق په تور نیولي دي. د والی ویاند وویل له نیول شویو کسانو څخه سل تومانچې، زرګونه فیره د مختلفو وسلو مرمۍ او زیاته اندازه فوځي تجهیزات او همدارنګه یوه اندازه پاکستانۍ کالدارې د امنیتی کارکونکو لاسته ورغلي دي .
د ننګرهار دوالي ویاند وویل نیول شوي کسان د نورو معلوماتو او داچی دا وسلې یې څنګه او له کومه ځایه راوړي تر لاسه کولو په هدف تر توقیف او پوښتنو لاندې دي.
ټیګونه