ملا برادر اخوند د افغان حکومت په مشوره پاکستان ته سفر کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94852-ملا_برادر_اخوند_د_افغان_حکومت_په_مشوره_پاکستان_ته_سفر_کړی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر اخوند او ورسره مل پلاوي سفر له افغان حکومت سره په مشوره شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2020 12:43 Asia/Kabul
  • ملا برادر اخوند د افغان حکومت په مشوره پاکستان ته سفر کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر اخوند او ورسره مل پلاوي سفر له افغان حکومت سره په مشوره شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه سفر د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه او افغانستان ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د سفر په پایله کې د افغان حکومت سره تر سلا مشورو وروسته تر سره شوی او هیله لري چې د سولې پروسې سره به مرسته وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، دا سفر په افغانستان کې د ملي روغې جوړې او د سولې بهیر د پیاوړتیا د هڅو په درشل کې شوی، چې افغان حکومت یې ستاینه کوي او هیله لري چې هدف ته د رسېدو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان دولت د افغان ملت برحقه غوښتنې چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او د خبرو له لارې تلپاتې سولې ته رسېدل دي له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي دي.

خو د طالبانو سیاسي دفتر تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک تیر ماخوستن پر خپل ټوټېر اسلام اباد ته د طالب پلاوي د سفر جزیات شریک کړل.