د افغانستان ولسمشر غني کندهار ته تګ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94869-د_افغانستان_ولسمشر_غني_کندهار_ته_تګ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړي پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته ولاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2020 10:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر غني کندهار ته تګ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړي پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته ولاړ.

ښاغلی غني نن پنشنبې د لیندۍ ۲۷ مه کندهار ولایت ته ورسېده او د ځايي چارواکو، قومي مخورو او بانفوذه کسانو له خوا یې هرکلی وشو.
ارګ وايي، کندهار ته د ښاغلي غني او ورسره پلاوي د سفر موخه د دغه ولایت عمومي وضعیت ارزول دي.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی غني به د کندهار پر مسوولینو سربېره د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو، علمای کرامو،ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو، تاجرانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جلا جلا کتنو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري.