په افغانستان کې ۳۲۷زره افغانان له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې ۳۲۷زره افغانان له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي دي.
اوچا په یو راپور کې ویلي چې دغه شمیر افغانان د جګړو او طبیعي پېښو له کبله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د اوچا په راپور کې راغلي: "اکثره دغه کسان په ټول افغانستان کې بېځایه شوي دي، ځکه چې جګړه او بېوزلي خپلو سیمو ته د هغوی د بېرته ستنېدو په وړاندې خنډ کېږي".
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله د بېځایه شویو افغانانو د شمیر له زیاتوالي سره بشري مرستو ته د اړتیا کچه هم لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د دغه شمیر بېځایه شویو افغانانو پنځه زره او نه سوه ماشومان، ۲۱سوه ښځې اودوه زره نارینه دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې تر ټولو زیات کسان د افغانستان په ختیځ کنړ او ننګرهار او بغلان ولایتونو کې بېځایه شوي دي.
بل خوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د حکومت وزارت ارزونې ښايي چې سږکال د ژمي په موسم کې د افغانستان ۲۵ ولایتونه به د طبیعي پېښو له لوړو، منځنیو او ټیټو ګواښونو سره مخامخ شي.