په بګرام هوايي اډې راکټونه ویشتل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94897-په_بګرام_هوايي_اډې_راکټونه_ویشتل_شوي_دي
تسنیم خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو په ترټولو سترې اډې بګرام باندې پینځه (۵) راکټونه وویشتل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2020 07:58 Asia/Kabul
  • په بګرام هوايي اډې راکټونه ویشتل شوي دي

تسنیم خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو په ترټولو سترې اډې بګرام باندې پینځه (۵) راکټونه وویشتل شول .

د افغانستان د پروان د والي ویاندې «وحیده شهکار »وویل دغه پینځه (۵) راکټونه د بګرام ولسوالۍ له قلندرخیل سیمې څخه د امریکا د ترهګرو عسکرو په اډې ویشتل شوي دي .

د کابل په شمال کښې بګرام اډه په افغانستان کښې د امریکا ترټولو ستره او سمبال اډه ګڼل کیږي چیرې چې زرګونه  امریکايي عسکر دیره دي او طالبان چې له خپل هیواد څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو غوښتنه کوي په ځلونو په دغه اډې حملې کړي دي .