تیرو دریو میاشتو کښې سلګونه افغان ملکیان وژل شوي دي
-
فایل فوټو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وزارت وایي چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ کړۍ ماینونو ته چاودنې ورکړي دي.
تاند خبري آژانس لیکلي چې د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو ددې بریدونو په ترڅ کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژلي او ۱۰۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.
ښاغلي ارین پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: « یاده ډله د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو پر خلاف ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کوي. د عامو خلکو وژنه له جنګي جنایت پرته بل څه نه دي»
خو طالبانو تراوسه پورې د حکومت د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دی.
که څه هم ګڼ شمېر هېوادونو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو د جګړې له ښکېلو لوریو د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه کړې خو د ورځې په تېرېدو د تاوتریخوالي کچه لوړېږي او د جګړې ډګر د پخوا په پرتله تود شوی دی.